ads

په بادغيس كې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژل شوي

وسله والو طالبانو د بادغيس په اب كمري ولسوالۍ كې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژلي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني كليد ته وويل، طالبانو په يادې ولسوالۍ كې د ملي اردو پر يوې پوستې د بريد په مهال درې سرتېري ووژل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 وږی 1397
په بادغيس كې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژل شوي

وسله والو طالبانو د بادغيس په اب كمري ولسوالۍ كې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژلي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني كليد ته وويل، طالبانو په يادې ولسوالۍ كې د ملي اردو پر يوې پوستې د بريد په مهال درې سرتېري ووژل.
نوموړي زياته كړه، وروسته مرستندوى ځواكونه، چې غوښتل يې سيمې ته لاړ شي، د لارې غلطولو له كبله د طالبانو له كمين سره مخ شول، چې په ترڅ كې يې اته نور سرتېري ووژل شول.
د اميني په وينا، په جګړه كې ۱۳ طالبان هم وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، بريد كوونكي طالبان ځايي اوسېدونكي دي، چې د عبدالستار په نوم كس يې مشري كوي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA