د بادغېس ولايت د مقر ولسوالۍ امنيه قومندان څارمن اسماعيل خان شکوري د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د بادغيس د امنيه قومندانۍ وياند نقيب اميني کليد ته وويل چې د مقر ولسوالۍ امنيه قومندان اسماعيل خان شکوري د مقر ولسوالۍ په جنوب کې د ميرانزاييها سيمې ته د امنيتي پوستو د چک او کنټرول لپاره تللی و، خو موټر يې د سړک غاړې په ماين ور برابر شو او په چاودنه خپله امنيه قومندان او د هغه يو همکار ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې په بادغيس ولايت کې د حکومت د وسله والو مخالفينو تحرکات زيات شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ