ads

په خوست كې د فوټبال سيالۍ نسيم لوبډلې وګټلې

د خوست په مهدي خېلو سيمه کې د فوټبال سيالۍ د منګسو نسيم لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.

نویسنده: mayar
13 وږی 1397
په خوست كې د فوټبال سيالۍ نسيم لوبډلې وګټلې

د خوست په مهدي خېلو سيمه کې د فوټبال سيالۍ د منګسو نسيم لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
په دغه ولايت كې د فوټبال فدراسيون ولايتي مسوول عبدالفتاح واکمن کليد ته وويل، په دې سياليو کې ۱۶ لوبډلو ګډون کړى و، چې ۱۲ ورځې يې دوام وکړ.
د نوموړي په خبره، په پايلوبه کې د منګسو نسيم لوبډلې د مهدي خېلو فريد مسافر لوبډلې ته د پينالټيو په وهلو سره د درېيو ګولونو په مقابل كې په څلورو ګولونو ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله كړه.
واکمن زياته كړه، د سياليو هدف له نشه يي توکو د ځوانانو راګرځول او له ورزش سره د مينې پيدا کول و.
د سيمې خلک او د سياليو لوبغاړي وايي، دا ډول نورې لوبې دې هم پلان شي، ترڅو له يوې خوا ځوانان له نشه يي توکو لاس واخلي او له بله پلوه ورته د تفريح مناسبه زمينه برابره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA