ads

له ايرانه هېواد ته د راستنېدونكو افغان كډوالو شمېر زيات شوی

د هرات د كډوالو او راستنېدونكو چارو رياست له ايرانه خپل هېواد ته د بېرته راتلونكو افغان كډوالو د شمېر د زياتېدو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
13 وږی 1397
له ايرانه هېواد ته د راستنېدونكو افغان كډوالو شمېر زيات شوی

د هرات د كډوالو او راستنېدونكو چارو رياست له ايرانه خپل هېواد ته د بېرته راتلونكو افغان كډوالو د شمېر د زياتېدو خبر وركوي.
د دې ادارې رئيس احمد جاوېد نادم كليد ته وويل، د هغو افغان كډوالو شمېر، چې له ايرانه په خپله خوښه يا جبري توګه هېواد ته راستنېږي، د تېرو شپږو مياشتو په پرتله شاوخوا ۴۵ فيصده زيات شوى دى.
نوموړي زياته كړه، هره ورځ شاوخوا درې زره افغان كډوال د اسلام كلا بندر له لارې هېواد ته راځي، په داسې حال كې، چې پخوا دا شمېر شاوخوا ۱۵۰۰ تنه و.
نادم د دغه كار علت د ايران بد اقتصادي حالت او د بهرنيو اسعارو په مقابل كې د تومان د ارزښت ټيټېدل په ګوته كوي.
بلخوا يو شمېر هغه افغان كډوال، چې له ايرانه په زور ايستل كېږي، د ايراني سرحدي ساتونكو له ناوړه چلند څخه شكايت كوي، خو د هرات د كډوالو او راستنېدونكو چارو رياست وايي، په دې اړه ورسره رسمي شكايت نه دى ثبت شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA