ads

د جاپان په لوېديځ كې د جبي په نوم سخت توپان پيل شوى

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د جبي په نوم د سخت توپان د راتلو له کبله خپلې سيمې پرېږدي او خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.

نویسنده: mayar
13 وږی 1397
د جاپان په لوېديځ كې د جبي په نوم سخت توپان پيل شوى

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د جبي په نوم د سخت توپان د راتلو له کبله خپلې سيمې پرېږدي او خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.
ويل کېږي دا په تېرو ۲۵ کلونو کې په جاپان کې تر ټولو زورور توپان دی.
د فرانس ۲۴ شبکې د راپور له مخې، دا توپان نن په دغه هېواد کې پيل شوی او سخت باد او باران هم ورسره ملګري دي.
دا توپان په يوه ساعت کې ۲۱۶ کيلو مټره واټن وهي او د جاپان په لوېديځ کې، چې تر دې مهاله د بارانونو د زيانونو له کبله بېرته خپل اصلي حالت ته نه دی راغلی، پيل شوی دی.
د جاپان لومړي وزير شينزو ابې له خلکو غوښتي، چې ژر تر ژره د ګواښ له سيمو ووځي او اړوندو ادارو ته يې امر كړى، چې هر ډول لازمې کړنې ترسره کړي.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد په لوېديځ کې په ځانګړي ډول اوساکا او کيوټو ښارونو کې د جبي توپان له کبله د ځمکې د ښويېدو، د سېل راوتو او توندو بادونو د لګېدو اټکل کړی دی.
دغه توپان ډېر پياوړی بلل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA