د هېواد په شمال كې د يوه هليكوپټر د سقوط په پېښه كې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۲ تنه وښودل شو.
۱۰ افغان سرتېري او دوه اوکراينۍ عمله د پېښې وژل شوي كسان دي.
دا هليکوپټر د مالدووا هېواد د يوه شرکت و.
د مالدووا د هوايي چلند ادارې په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ياد اېم آى ۸ ډوله هليكوپټر پرون مزار شريف ته نېږدې له يوې پوځي اډې تر الوتنې وروسته ولوېده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، يو افغان او يو اوکراينى په پېښه كې ژوندي پاتې دي.
مخكې امنيتي مسوولينو د بلخ په ۲۰۹ شاهين قول اردو كې د يوه هليكوپټر د لوېدو له كبله د افغان امنيتي سرتېرو په ګډون د شپږو تنو د مرګ ژوبلې خبره كړې وه.
د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي تېره ورځ كليد ته وويل، په پېښه كې يو بهرنى پيلوټ او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي، يو پيلوټ او دوه امنيتي سرتېري ټپيان دي.
دغه هليكوپټر افغان امنيتي سرتېري فارياب ته لېږدول، چې له الوتو لږ وروسته يې سقوط وكړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ