په غزني ښار كې د وروستۍ څلور ورځنۍ جګړې له كبله د وژل شوو ملكي وګړو كورنيو او ټپيانو ته د نغدو پيسو د وركړې لړۍ پاى ته ورسېده.
د غزني والي وحيدالله كليمزي نن يوې خبري غونډې ته وويل، په دې جګړه كې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۲۵۰ زياتو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، د جمهور رئيس په امر شاوخوا ۱۴ اعشاريه ۵ ميليونه افغانۍ د ۹۷ وژل شوو كسانو كورنيو او همدارنګه ۱۵۸ ټپيانو ته وركړل شوې.
كليمزي زياته كړه، د هر وژل شوي كس له كورنۍ سره د ۱۰۰ زره افغانيو او ټپيانو سره له ۱۰ زرو تر ۵۰ زرو افغانيو د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د غزني د والي په خبره، د وروستۍ جګړې له كبله له بېځايه شوو او زيانمنو شوو كورنيو سره د خوراكي او غيرې خوراكي توكو د مرستې لړۍ دوام لري.
نوموړي د مرستې د وېش بهير پر روڼتيا او ګړنديتوب ټينګار وكړ.
وسله والو طالبانو تېره مياشت پر غزني ښار ډله ييز بريد وكړ، چې تر څلور ورځنۍ جګړې وروسته له دغه ښاره ووتل.
په دې جګړه كې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او ملكي وګړي هم زيانمن شول.