ads

په بلخ كې وسله والو طالبانو يو کلی نيولی دی

وسله والو طالبانو تېره شپه د بلخ د چهاربولك ولسوالۍ تانه كلى نيولى دى.

نویسنده: mayar
12 وږی 1397
په بلخ كې وسله والو طالبانو يو کلی نيولی دی

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري كليد ته وويل، د طالبانو د بريد له كبله د امنيتي ځواكونو يوه پوسته په ياد كلي كې سقوط شوې او په جګړه كې امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ده زياته كړه، د تانه كلي د بېرته نيولو لپاره مرستندوىه ځواكونه سيمې ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د راپورونو له مخې، طالبانو تېره شپه د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ چاهي كلى هم نيولى، خو امنيتي چارواكي يې سقوط ردوي.
وسله والو طالبانو بيا ويلي، چې په بلخ ولايت كې يې يو شمېر پوستې نيولي او امنيتي ځواكونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA