د بادغيس پوليسو هغه وسله وال بريد كوونكى نيولى، چې څه موده وړاندې يې د دغه ولايت د استنياف محكمې پر يوه غړي ډزې كړې وې.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني وايي، نيول شوى كس عبدالقيوم نومېږي، چې څو ورځې مخكې يې د ولايت د استيناف محكمې يو غړى او يو پوليس په مركز قلعه نو ښار كې ترور كړي وو.
د نوموړي په خبره، پوليسو څلور تنه نور هم د غيرې اخلاقي كارونو د ترسره كولو او د قلعه نو ښار د امنيت او نظم د اخلالولو په تور نيولي دي.
اميني زياتوي، عبدالقيوم د ملا غوث الدين مشهور په سياخان تروريستي ډلې كليدي غړى دى، چې د بادغيس په مركز او ولسواليو كې په چاودنو، وژنو او تښتونو تورن دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ