ads

د غور پر ساغر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو

د غور ولايتي چارواكي د دې ولايت پر ساغر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د بريد د مخنيوي او د طالبانو لخوا د تولك ولسوالۍ د دوو كليو د نيولو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
12 وږی 1397
د غور پر ساغر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو

د غور ولايتي چارواكي د دې ولايت پر ساغر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د بريد د مخنيوي او د طالبانو لخوا د تولك ولسوالۍ د دوو كليو د نيولو خبر وركوي.
د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه پر ساغر ولسوالۍ پراخ بريد وكړ او تر نن سهاره يې له امنيتي ځواكونو سره جګړې دوام درلود.
هغه زياته كړه، د جګړې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې كره معلومات نه لري.
د خطيبي په خبره، له هرات، فراه او بادغيس ولايتونو څخه شاوخوا ۴۰۰ طالبان د غور په يو شمېر ولسواليو كې راټول شوي او د بريدونو پلان لري.
د غور د والي وياند وايي، د دغه ولايت د تولك ولسوالۍ د ګاوكُش او ګزك كليو اوسېدونكو د هوكړې له مخې خپل كلي طالبانو ته سپارلي دي.
د خطيبي په وينا، دا دوه كلي لرې پراته دي او امنيتي ځواكونو په كې شتون نه درلود.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA