ads

خوست کې د نشه‌يي توکو استعمال ډېر شوی

د خوست اوسېدونکي وایي، په دې ولایت کې د نشه یي توکو استعمال، پیر او پلور تر بل هروخت زیات شوی دی، د خلکو په خبره چې په نشه یي توکو اخته کسان ډیری ځوانان دي، چې ورځ تربلې یې شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.

نویسنده: mayar
12 وږی 1397
خوست کې د نشه‌يي توکو استعمال ډېر شوی

د خوست اوسېدونکي وایي، په دې ولایت کې د نشه یي توکو استعمال، پیر او پلور تر بل هروخت زیات شوی دی، د خلکو په خبره چې په نشه یي توکو اخته کسان ډیری ځوانان دي، چې ورځ تربلې یې شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.
خو چارواکي وایي، دوی د دغه وضعيت د کنټرول هڅې کوي او هرهغه څوک چې د نشه یي توکو د استعمال او خرڅلاو په تړاو ونیول شي، قانوني چلند ورسره کېږي.
د خلکو په خبره، نشه یې توکي د دې ولایت په هره سیمه کې پیدا کېږي او معتادین کولی شي چې په ازاد ډول یې ترلاسه او استعمال کړي.
د خوست دوه تنه اوسېدونکي ریاض او عبدالرقیب وایي، نه یوازې په ولسوالۍ او اطرافي سیمو بلکې د ښار په داخل کې یې هم د پیر او پلور بازار ښه ګرم دی.
د دوی په خبره، د ښار په منځ کې په شته درملتونونو کې هم د نشې یو ډول ځانګړې ګولۍ پلورل کېږي چې استعمالوونکي یې تر ډیره ځوانان دي.
له بل لوري د خوست د ولايتي شورا غړې وايي هم وايي چې په دغه ولايت کې په وروستيو کې د نشه يي توکو د کاروباريانو او استعمالوونکو شمېر زيات شوی دی. نوموړې وايي، لکه څنګه چې جګړه، هېواد ته بدبختي راوړي دغه ډول نشه يي توکي هم د ټولنې د ويجاړۍ سبب کېږي.
له بلې خوا د خوست امنیه قومندان مل پاسوال اخترمحمد نورزی په خوست کې د نشه یي توکو پیراو پلور او د استعمال زیاتوالی تر یوه بریده مني، خو وایي چې په دې برخه کې یې جدي هڅې روانې کړې او که یې په تړاو څوک ونیول شي نو د قانون منګلو ته به یې وسپاري.
د خلکو په خبره، بې سوادي، بې کاري او نشه یې توکو ته اسانه لاسرسی هغه څه دي چې له کبله يې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو استعمال او کاروبار ډېر شوی دی.
بختاجان بختیار

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA