ads

په غزني كې له ۹۰ جګړه ځپلو كورنيو سره مرسته وشوه

په غزني ښار كې د وروستۍ جګړې له زيانمنو شوو ۹۰ كورنيو سره نن د ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست له لوري د خوراكي او غيرې خوراكي توكو مرسته وشوه.

نویسنده: mayar
11 وږی 1397
په غزني كې له ۹۰ جګړه ځپلو كورنيو سره مرسته وشوه

په غزني ښار كې د وروستۍ جګړې له زيانمنو شوو ۹۰ كورنيو سره نن د ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست له لوري د خوراكي او غيرې خوراكي توكو مرسته وشوه.
والي وحيدالله كليمزي د مرستې د وېش په مهال وويل، د جمهور رئيس محمد اشرف غني په امر په يادې جګړې كې د وژل شوو كسانو او ټپيانو كورنيو ته نغدې پيسې وركړل شوې، خو له بېځايه شوو او له مالي پلوه زيانمنو شوو كورنيو سره د خوراكي او غيرې خوراكي توكو مرسته كېږي.
د نوموړي په وينا، ۹۰ كورنيو ته اوړه، وريجې، لوبيا او ځينې نور خوراكي توكي او د اشپزخانې وسايل وركړل شول.
د غزني ولايتي چارواكي وايي، هلته تراوسه د وروستۍ جګړې له څه باندې ۴۰۰۰ زيانمنو شوو كورنيو سره د بېلابېلو موسسو او ادارو لخوا مرسته شوې او دا لړۍ دوام لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA