ads

په بلخ كې د يوه هليكوپټر د لوېدو له كبله شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د بلخ په ۲۰۹ شاهين قول اردو كې نن سهار د يوه هليكوپټر د لوېدو له كبله د افغان امنيتي سرتېرو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، دغه هليكوپټر د مَك په نوم د ټرانسپورټي شركت اړوند و، چې د ملي اردو ځواكونو د انتقالاتو مسووليت پر غاړه لري.

نویسنده: mayar
11 وږی 1397

د هغه په وينا، پېښه داسې مهال رامنځته شوه، چې هليكوپټر غوښتل له لسو سپرليو سره افغان امنيتي سرتېري فارياب ته ولېږدوي، خو له پرواز وروسته له ستونزې سره مخ شو او له شاوخوا ۱۵ مترۍ ارتفاع يې سقوط وكړ او اور يې واخيست.
رضايي زياته كړه، په پېښه كې يو بهرنى پيلوټ او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي، يو پيلوټ او دوه امنيتي سرتېري ټپيان دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند د وژل شوي بهرني پيلوټ په اړه، چې د كوم هېواد اوسېدونكى و، معلومات ورنه كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA