ads

په بلخ كې د امنيتي ځواکونو لخوا د اختر محمد ابراهيم خېل کور کلابند شوی

امنيتي ځواكونو په مزار شريف ښار كې په بلخ كې د سولې عالي شورا د پخواني ولايتي رئيس اختر محمد ابراهيم خېل كور له تېر ماښام راهيسې كلابند كړى دى.

نویسنده: mayar
11 وږی 1397
په بلخ كې د امنيتي ځواکونو لخوا د اختر محمد ابراهيم خېل کور کلابند شوی

امنيتي ځواكونو په مزار شريف ښار كې په بلخ كې د سولې عالي شورا د پخواني ولايتي رئيس اختر محمد ابراهيم خېل كور له تېر ماښام راهيسې كلابند كړى دى.
ويل كېږي د مزار شريف ښار په لوېديځ كې بركت څلور لارې ته غځېدلې لارې له يو كيلو مټري واټن څخه تړل شوې دي.
د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد وايي، د ابراهيم خېل كور وسله والو غلو ته د پناه وركولو له كبله كلابند شوى دى.
نوموړى زياتوي، ابراهيم خېل ته نېږدې كسانو پرون په مزار شريف ښار كې د يوې صرافۍ پيسې غلا كړې دي.
غوښتل مو په دې اړه د بلخ د امنيه قوماندانۍ نظر له ځانه سره ولرو، خو بريالي نه شوو.
په همدې حال كې اختر محمد ابراهيم خېل يادې ادعاوې ردوي او دا كار د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور له لوري د ده د كورنۍ په وړاندې توطيه بولي.
په ورته وخت كې د سيمې اوسېدونكي وايي، د شنبې په ورځ د ابراهيم خېل زوى له يو شمېر وسله والو كسانو سره يوې صرافۍ ته داخل شوى او پيسې يې ترې وړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA