ads

له پاكستان سره د امريكا ۳۰۰ ميليون ډالري مرسته لغوه شوه

د امريكا پوځ له پاكستان سره ۳۰۰ ميليون ډالره مرسته لغوه كړې ده.

نویسنده: mayar
11 وږی 1397
له پاكستان سره د امريكا ۳۰۰ ميليون ډالري مرسته لغوه شوه

د امريكا پوځ له پاكستان سره ۳۰۰ ميليون ډالره مرسته لغوه كړې ده.
امريكايي پوځ ويلي، دا مرسته يې ځكه لغوه كړې، چې ترهګرو ډلو په ضد د پاكستان اقدامات كافي نه وو.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ دغه پيسې او نورې مرستې د روان ميلادي كال په لومړيو كې ځنډولې وې.
واشنګټن او كابل اسلام اباد تورن كړى، چې هغو تروريستي ډلو ته يې امن پټنځايونه وركړي، چې په افغانستان كې جګړه كوي، خو اسلام اباد دا تور رد كړى دى.
جمهور رئيس ټرمپ د ۲۰۱۸م کال په لومړي ټويټ کې اسلام اباد تورن کړ، چې د امريکا د ميلياردونو ډالرو له مرستې ترلاسه کولو سره سره يې هغو ترهګرو ته پټنځي ورکړي، چې په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره جنګېږي.
د امريكا د دفاع وزارت وياند كان فاكنر وايي، كه كانګرېس يې تاييد كړي، نو ياد ۳۰۰ ميليون ډالره به د بل هدف لپاره ولګول شي، ځكه په وينا يې، پاكستان د واشنګټن د جنوبي اسيا ستراتېژۍ د ملاتړ لپاره قاطع اقدامات نه دي كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA