ads

په بغلان كې د هلمند د سولې ولسي حركت د غړو سپكاوى شوى

وسله والو طالبانو په بغلان كې د هلمند د سولې ولسي حركت د غړو سپكاى كړى دى.
د دې حركت مطبوعاتي مسوول بسم الله وطندوست كليد ته وويل، دوى پرون مازديګر د طالبانو تر كنټرول لاندې سيمو ته لاړل، خو د ډنډ غوري په اكاخېلو سيمه كې يې سپكاوى وشو او وښكنځل شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 وږی 1397

هغه زياته كړه، د طالبانو تر واك لاندې سيمو ته د دوى د تګ هدف دا و، چې خپله طالبانو او عامو خلكو ته وښيي، چې د هلمند د سولې ولسي حركت د امريكا پروژه نه ده، بلكې يو مدني خپلواك خوځښت دى.
د وطندوست په وينا، دوى نن په كندوز كې غونډه لري او سبا به بلخ ته لاړ شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې د هلمند د سولې ولسي حركت غړو په كابل كې د يو شمېر هېوادونو د سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته تر تحصن كولو وروسته څو ورځې وړاندې د بلخ ولايت مركز مزار شريف ته لوڅې پښې مزل پيل كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA