ads

په هرات كې د قتل د بېلابېلو پېښو په تور اووه کسان نيول شوي

د هرات پوليسو په دې ولايت كې د قتل د بېلابېلو پېښو په تور اووه كسان نيولي دي.

نویسنده: mayar
6 وږی 1397
په هرات كې د قتل د بېلابېلو پېښو په تور اووه کسان نيول شوي

د هرات پوليسو په دې ولايت كې د قتل د بېلابېلو پېښو په تور اووه كسان نيولي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، څلورو تنو له يو شمېر دوكاندارانو سره د دوشنبې په ورځ د كندهار دروازې په سيمه كې لفظي شخړه وكړه، چې دا شخړه د فزيكې نښتې سبب شوه.
د هغه په وينا، د دغې نښتې په پايله كې يو تن ووژل شو او اووه نور ټپيان شول، چې د پېښې په تړاو پوليسو پنځه تنه ونيول.
وليزاده زياته كړه، د هرات پوليسو د يوې كورنۍ د پنځو غړو د قتل په تور، چې څو ورځې وړاندې په ادرسكن ولسوالۍ كې ووژل شول، دوه نور كسان هم نيولي دي.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې يو پنځه كلن ماشوم، دوه ښځې او دوه سړي وژل شوي وو.
د هرات امنيه قومانداني وايي، د نيول شوو كسانو د دوسيو بشپړولو لپاره يې څېړنې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA