ads

شمالي كوريا ته د پمپيو سفر لغوه شو

امريکايي چارواکي وايي، شمالي کوريا ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير مايک پمپيو سفر له هغه وروسته لغوه کړای شو، چې د شمالي کوريا د يوه چارواکي له لوري په تونده لهجه ليکل شوی ليک جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ته ولېږل شو.

نویسنده: mayar
6 وږی 1397

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته دوو امريکايي چارواکو د نوم نه اخيستو په شرط ويلي، دغه سفر له هغه وروسته لغوه شو، چې ټرمپ د شمالي کوريا له يوه چارواکي يو ګواښوونکی ليک ترلاسه کړ.
دې دوو امريکايي چارواکو زياته كړې، دغه ليک د شمالي کوريا د حاکم ګوند د مرستيال، چې د پيونګيانګ او واشګټن ترمنځ په خبرو کې هم د شمالي کوريا د پلاوي مشري کوي، له لوري ليکل شوی دی.
د مخکيني اعلان له مخې، ټاکل شوې وه پمپيو روانه اونۍ پيونګيانګ ته سفر وکړي، ترڅو د شمالي کوريا لپاره د امريکا ځانګړی استازی د دغه هېواد چارواکو ته ور وپېژني.
له بل لوري ټرمپ هم روانه اونۍ په يوه ټويټ کې تاييد کړه، چې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د خبرو بهير ټکنی شوی، ځکه په هغه ډول چې واشنګټن تمه لرله، د شمالي کوريا د اټومي تاسيساتو د له منځه وړلو بهير مخکې نه دی وړل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA