ads

په هرات كې د يوه موټر د چپه كېدو له كبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په هرات كې د يوه موټر د چپه كېدو په پېښه كې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، دا پېښه تېر مازديګر په زاول ولسوالۍ كې رامنځته شوې، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 وږی 1397
په هرات كې د يوه موټر د چپه كېدو له كبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په هرات كې د يوه موټر د چپه كېدو په پېښه كې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، دا پېښه تېر مازديګر په زاول ولسوالۍ كې رامنځته شوې، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله.
د فرهاد په خبره، په موټر كې ناست كسان د كندهار اوسېدونكي وو، چې له هراته خپل ولايت ته تلل.
تېز تګ او د سړكونو خرابوالى د ټرافيكي پېښو له عمده علتونو څخه ګڼل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA