ads

د هېواد په شمال لوېديځ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۹ شاهين قول اردو سرتېري د غورمارچ – قيصار پر لاره د وسله والو طالبانو له كمين سره مخ شوي، چې د جګړې په ترڅ كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، وروسته له هغې چې غورماچ ولسوالي له بادغيس ولايت سره يو ځاى شوه، د ۲۰۹ شاهين قول اردو ځواكونو نن دغه ولسوالي پرېښوده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 وږی 1397

د هغه په وينا، د امنيتي سرتېرو كاروان په چهلګزي سيمه كې د طالبانو له كمين سره مخ شو، چې د جګړې په ترڅ كې د دولت ۵۴ وسله وال مخالفين ووژل شول.
رضايي زياته كړه، د جګړې په مهال درې امنيتي سرتېري هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA