ads

د تاجكستان جنګي الوتكو د تخار پر درقد ولسوالۍ بريدونه كړي

د تاجكستان جنګي الوتكو نن سهار د تخار درقد ولسوالي په نښه كړې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد جواد هجري كليد ته وويل، دغه بمبار تېر مازديګر د افغانستان او تاجكستان په سرحدي ځنګلي سيمه كې د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو ترمنځ د نښتې په غبرګون كې، چې له كبله يې دوه تاجكستاني ساتونكي ووژل شول، شوى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 وږی 1397

نوموړي زياته كړه، د تاجكستان جنګي الوتكو نن سهار شاوخوا اووه بجې د درقد ولسوالۍ پر يوه كلي بريدونه وكړل.
د هجري په وينا، دا كلى د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو او د دولت د وسله والو مخالفينو په كنټرول كې دى او تېره ورځ د تاجكستان د سرحدي ځواكونو له لوري پرې د هاوان مرمۍ هم وتوغول شوې.
هغه د يادو بريدونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
تاجکستان له افغانستان سره ۱۴۰۰ کيلو مټره اوږده پوله لري، چې پرې ناقانونه تګ راتګ او د نشه يي توكو قاچاق هم كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA