ads

ولس اور اخستی دی

له ۲۰۱۳میلادي کال راهیسې د ننګرهار امنیتي وضعیت په تدریجي ډول خراب کړای شو او نن تر دې حده راورسېد چې جلال‌اباد ښار پوځ ته له سپارل کېدو وروسته بشپړ نظامي حالت ته ننوتی دی، خو د ځانمرګو مخنیوی ورځ تر بلې ناممکن کېږي.

نویسنده: mayar
4 وږی 1397
ولس اور اخستی دی

له ۲۰۱۳میلادي کال راهیسې د ننګرهار امنیتي وضعیت په تدریجي ډول خراب کړای شو او نن تر دې حده راورسېد چې جلال‌اباد ښار پوځ ته له سپارل کېدو وروسته بشپړ نظامي حالت ته ننوتی دی، خو د ځانمرګو مخنیوی ورځ تر بلې ناممکن کېږي.
د حکومت وسله‌والو مخالفانو د ننګرهار په خوږیاڼو او بټي‌کوټ ولسوالیو کې بشپړ زور وواهه، د خوږیاڼو وزیرو کې یې توره بوړه د قاچاق مرکز وګرځاوه او د بټي‌کوټ فارمونو عواید به یې هم د دولت له جیبه په زور تروړل، تر څو خپله جنګي دستګاه پرې وچلوي.
برعکس بلې ډلې چې د داعش په نوم یادېږي د اچین له مامند څخه رانیولې د خوږیاڼو تر وزیرو او تورې بوړې سیمه خپل خط‌ السیر وټاکه او ویل کېږي چې د معدنونو د قاچاق تر څنګ یې د غرونو د ځنګلونو وهلو ته هم مخه کړه او له دې دوه مالي سرچینو ښه چاغه شوه. مګر په دې وروستیو کې دغې ډلې په ننګرهار کې ځانته د پښو اېښودلو ځای ورک کړ او د حکومت تر پراخو بریدونو لاندې راغله، اوس داسې ګنګوسې دي چې له مافیا سره یو لاس شوې ده؛ هغه مافیا چې په سر کې یې ورسره دوښمني کوله، خو اوس لکه چې د هماغې پر مټ ساه اخلي. په دې توګه چې ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د قومندانانو په وینا دا ډله له همدې ځایه ان په کابل کې بریدونه پلانوي. د دې ترڅنګ ننګرهار کې ملکي ادارې په نښه کوي او جالبه دا ده چې هره اداره کې اول برید د اسنادو په خونو وي او اسناد سوځي. داسې ویل کېږي چې د ننګرهار په مستوفیت کې د غاصبانو اسناد وو، د پوهنې ښاري مدیریت کې د زیاتو سیاسیونو د جعلي دولسم پاسۍ سندونو کاغذونه وو او د کډوالو ریاست کې بیا د مهاجرینو له خولې نه په زور د اخستل شویو ښارګوټو د مړۍ نښې وې.
د مافیا له‌پاره له وسله‌والو ډلو سره د همکارۍ یو راز دا دی چې غواړي په ځان پسې ثبوتونه ړنګ کړي او بریدګرې ډلې غواړي خپله وېره د ملکیانو په ځپلو او ټکولو راکمه کړي. په داعش ډلې پسې حکومت او امریکا ګورګورۍ او مامندو کې د ملکیانو ابادي بل مخې واړوله، خو دغې ډلې بیا په تېرو درېیو میاشتو کې د څو بریدونو په نتیجه کې شاوخوا 200 ملکیان مړه او ۴۵۰نور ټپیان کړل.
ننګرهار دا مهال د سیاسي لوبې ډګر هم دی، او د دې لوبې یو اصلي لوری له حکومت سره په مقابل کې ولاړه مافیا تشکیلوي. مافیا حکومت کې د لویو امتیازونو په هڅه کې ده، دا مافیا سیاسي مدار کې هم اوړي رااوړي، تر ټولو لویه خبره دا ده چې جمهور رئیس غواړي په دې ولایت کې د ټاکنو له‌پاره اصلاحات راولي، خو بل لوری غواړي چې ننګرهار کې د جمهور رئیس تر ټولو ستر د رایې بانک ونړوي، داسې چې درد او زور به یې په لغمان، کونړ، نورستان او لوګر کې هم ارګ ته رسېږي. ویل کېږي چې په دې پېچلې لوبه کې د ننګرهار لوی او واړه غله هم فعال شوي او دوی بیا صرافانو، ډاکټرانو او زرګرانو ته ګواښ کوي، تر څو پیسې ور واستوي او که نه نو داسې او هغسې به وکړي. ویل کېږي چې په ننګرهار کې یو ډاکټر ډېرې پيسې غلو ته واستولې، خو بیا یې هم په شاوخوا کې چاودنه وشوه، ځکه چې غلو نورې پیسې هم ځنې غوښتې وې. همدا اوس اوازې دي چې څو پوهنتونونه پټې پيسې ورکوي، تر څو برید پرې ونه‌شي، خو معلومه نه‌ده چې دا پيسې څنګه ورکول کېږي؟ چېرته ورکول کېږي او چاته ورکول کېږي؟ او ایا دا خبره به کره وي او که نه؟
په هرحال په دې منځ کې زیات تاوان خلک کوي، امنیتي ځواکونه په خپلو مورچو کې دي، خو ملکي ادارو کې ناست کسان هره شیبه د ځانمرګي وېرې پسې اخستي وي. په فیسبوک کې ځینې داسې انځورونه خپاره شول چې ښودل یې په ملکي ادارو کې ځینو خلکو د ځان د ساتلو په هدف وسلې وړې دي.
بلخوا، خلک په دې اندېښنه کې دي چې حکومت نه له خپلو سیاسي مخالفانو سره توافق ته رسېږي او نه یې هم ننګرهار کې پر دغو خلکو زور رسېږي او له بل لوري د ننګرهار سیاسي مشران لا نه‌دي معلوم چې د چا خوا ته دي؟ د ولس که د مافیا او که د ننګرهار د مخالفو کړیو یوه برخه…؟ ځکه تر اوسه د دوی غږ نه‌خېژي، بلکې د حکومت د مشرانو پر ضد چغې یې تر هر څه توندې دي. خو د ننګرهار وضعیت داسې دی چې یو کونج کې یې که سرتېری یو یا دوو ځانمرګو ته غاړه هم ورکړي، د ښار بل کونج کې بیا هم برید کېږي.
جالبه دا ده چې له دومره خراب وضعیت سره سره هم د ننګرهار سم غږ ارګ ته نه‌رسېږي. ویل کېږي او اوازې دي چې ځینې مافیاوي کړۍ او وسله‌وال لوري ان په فیسبوکي نړۍ کې کرايي لیکوالان لري او ځینې کړۍ خپلې ګواښوونکې ډلې…
دا اندېښنې هم شته چې ويل کېږي په حکومت کې شاملې مافیاوي ډلې، ارګ ته ناسم تصویر ورکوي او دلته ناسمې اړیکې پالي، خو اور ولس اخستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA