ads

دولت پر مالدارۍ پانګونه کوي

که څه هم له يوه لوري د خوړو خونديتوب د مالدارۍ له لارې تأمینېدای شي او له بلې خوا د لبنيانو کاروبار او تولید د کورنيو اقتصاد په رغېدو کې مرسته کوي، خو د چارواکو په باور دې سكټور ته په افغانستان کې چندان پاملرنه نه‌ده شوې.

نویسنده: mayar
4 وږی 1397
دولت پر مالدارۍ پانګونه کوي

که څه هم له يوه لوري د خوړو خونديتوب د مالدارۍ له لارې تأمینېدای شي او له بلې خوا د لبنيانو کاروبار او تولید د کورنيو اقتصاد په رغېدو کې مرسته کوي، خو د چارواکو په باور دې سكټور ته په افغانستان کې چندان پاملرنه نه‌ده شوې.
د كرنې وزارت وياند اكبر رستمي وايي، په تېرو ۱۷كلونو كې د مالدارۍ پر سكټور كمه پانګونه شوې او تر ډېره د كرنې پر سكټور تمركز شوی دی. خو رستمي وايي چې له دې وروسته به د مالدارۍ سکټور ته هم زیاته پاملرنه وشي: «زموږ هېواد ۲۷مليونه څاروي لري او مالداري د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د کورنيو د اقتصاد په رغاونه کې مهمه ونډه لري، دا سکټور باید په پښو ودروو.» د کرنې وزارت ویاند وايي چې د فارمونو د جوړولو ترڅنګ به په کابل ښار کې د لبنیاتو پروسس یوه فابریکه هم جوړه شي چې په ورځ كې به د ۳۰ مټريك ټنه لبنياتو د پروسس ظرفيت ولري. رستمي زیاتوي چې دغه فابریکه به د لبنياتو كيفيت د كنټرول په پار په مجهز لابراتوار هم سمبال وي. د کرنې وزارت ویاند وايي چې دا فابریکه ۲۴۰ملیونه ډالره لګښت غواړي: « ډیزاین یې بشپړ شوی، په جوړېدو به یې د لبنیاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راشي.»
افغانستان دمګړۍ هر کال د ۱۰۰ملیونه ډالرو په ارزښت له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه لبنیات واردوي. د هغو معلوماتو له مخې چې د کرنې وزارت مسوولینو موږ ته راکړي څرګندېږي چې افغانستان هر کال دوه ملیونه او ۱۰۰زره لیټره شیدو ته اړتیا لري چې ۹۰په سلو کې یې په هېواد کې دننه تولیدېږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ افغانستان ته تر ډېره له چین، ایران او پاکستان څخه شیدې او پېروی واردېږي. د كرنې او مالدارۍ وزارت چارواكي د ټول هېواد په كچه د لبنياتو د كورنيو فارمونو شمېره تر یو ملیون پورته بولي. دوی وايي د سوداګريزو فارمونو شمېر بیا ۴۲۰ ته رسېږي. د كرنې او مالدارۍ وزارت وياند اكبر رستمي وايي، ډېری كورني فارمونه د ښځو له خوا پرمخ وړل کېږي چې زیاتره يې په كابل ښار كې موقعيت لري او توليد يې هم زيات دی: «هڅه مو دا ده چې هېواد مو د لبنياتو د توليد له اړخه په ځان بسيا شي.»
كه څه هم د كرنې وزارت د مالدارۍ په برخه كې د بوختو کارګرو دقيقه شمېره په لاس کې نه‌لري، خو د ياد وزارت وياند وايي، د كرنې او مالدارۍ په سكټور كې زيات شمېر كارګران د لبنياتو د توليد په برخه كې په كار بوخت دي او د خلكو لېوالتيا هم هر كال كورنيو توليداتو ته زياتېږي. رستمي زیاتوي، وړاندې به په كليو او بانډو كې مېشتو خلكو پخپله له خپلو توليد شویو محصولاتو ګټه پورته كوله او يا يې هم په ګاونډيانو او خپلو خپلوانو باندې وېشل، خو اوس د بازار اړتياوو ته په كتو هره كورنۍ هڅه كوي چي توليد شوي لبنيات بازار ته وړاندې كړي او دا كار نورې كورنۍ هم هڅوي چې خپل محصولات د پيسو په بدل كې وپلوري.
وچکالي
په دې وروستيو دوو كلونو كې د ورښتونو د كموالي له کبله د هېواد يو شمېر ولايتونه له سختې وچكالۍ سره مخ شوي او څاروي هم ښه خوراکه نه‌لري. له همدې کبله ډېری مالدارانو خپل څاروي په ډېره ټيټه بيه وپلورل او دې چارې د لبنياتو د توليد په کچې منفي اغېز وکړ.
د كرنې او مالدارۍ وزارت وياند اكبر رستمي وايي، ۶۶ په سلو کې څاروي د وچکالۍ له کبله د وښو د نشت له ګواښ سره مخ دي، خو د نوموړي په خبره دغه وزارت ورته ځانګړي پروګرامونه په نظر کې نیولي: «څړځايونه تر ډېره وچ شوي او څاروي د خوړو له‌پاره واښه نه‌لري، له همدې کبله د کرنې وزارت د روان کال له وري مياشتې راوروسته مالدارۍ ته خپل ډېر پام واړاوه.» د نوموړي په وينا، د كرنې وزارت تر دې مهاله په مالدارانو ۷ زره مټريك ټنه واښه او د څارويو د خوراک وړ مواد وېشلي او په راتلونكې كې به ۱۳زره مټريك ټنه نور هم ووېشي. رستمي زياتوي، د كرنې وزارت له دې وروسته تر ډېره د مالدارۍ په سكټور پانګونه كوي او د ترلاسه شویو مرستو ډېره برخه هم په همدې سكټور لګوي.
د كرنې وزارت وياند وايي، د هېواد لبنيات كه څه هم د نورو هېوادونو د لبنياتو په نسبت له لوړ كيفيت څخه برخمن دي، خو له دې کبله چې ښه نه بسته‌بندي کېږي، خلك يې اخستو ته زړه نه ښه كوي: «كه څه هم خصوصي سكټور په دې برخه كې كار كړی، خو زموږ هڅه دا ده چې په دې برخه كې تر دې زيات كار وشي.»

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA