143
۴ وږی ۱۳۹۷
لیکونکی: عابده طلايي

کابل؛ د پلاستیکي کڅوړو او لوښو ښار

کابل ښايي د نړۍ په کچه له هغو پلازمېنو څخه وي چې په لویه کچه په کې پلاستیکي کڅوړې او لوښي کارول کېږي. روغتیاپوهان وايي چې دغه لوښي او کڅوړې د پولي کاربونات، پولي ستايرين، پولي اورتان او تترا فلورا اتلين کيمياوي موادو په درلودلو سره روغتیا او چاپېریال دواړه ګواښي او بالاخره د سرطاني، تنفسي، ولادي سو‌ء شکلونو، پوستکي او نورو ناروغيو سبب کېږي.
د چاپېريال ساتنې ادارې مسلكي مرستيال غلام محمد ملكيار د امنيت تر ټينګښت وروسته د چاپېريال خونديتوب د اهميت وړ بولي او وايي، هغه ارزونې چې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې شوې، ښيي چې يوازې په كابل ښار كې د ورځې ۴ ټنه پلاستيكي كڅوړې كارول كېږي، خو له دې زيان رسوونكې مادې څخه د ژوند چاپېريال د خوندي‌کولو له‌پاره هېڅ ګام نه‌دی اخستل شوی.
له بل لوري كابل والي يعقوب حيدري د ګزك په سيمه كې په غيرمعياري ډول د كثافاتو له ښخولو اندېښنه لري او وايي، د كابل ښاروالۍ د راپور پر بنسټ شاوخوا ۴مليونه ټنه كثافات په دې سيمه كې په غير معياري ډول ښخ شوي چې په ډېر كم لګښت ترې د كرنې له‌پاره د كود او بيا کارونې استفاده کېدای شوای. نوموړی وايي، د دې كثافاتو زياته برخه پلاستيكي كڅوړې دي چې طبيعت ته ډېر زيان رسوي.
پلاستيك د يو ډول زهري مادې درلودونكی دی، له همدې کبله د طبي چارو پوهان یې د اوږد مهال له‌پاره کارول خطرناک بولي. د ژوند چاپېريال په چارو كې د جمهور رئيس سلاکار عباس بصير د ځمكې لاندې اوبو د ككړتيا، د چاپېريال ككړتيا او د ډول ډول ناروغيو د رامنځ ته كېدو اصلي علت په ورځني ژوند كې د پلاستيكي لوښو او كڅوړو كارول بولي. نوموړی زياتوي، نن ورځ په ټوله نړۍ كې په هره دقيقه كې د معدني اوبو یو ملیون بوتلونه توليدېږي او په نړۍ كې هر كال ۵۰۰ مليارده پلاستيكي كڅوړې كارول كېږي چې ۵۰ په سلو کې يې د يو ځل كارولو له‌پاره دي.
پېښو ته د رسېدنې په چارو كې سلاکار وزیر عزت‌الله صديقي بیا د پلاستيك له كارولو سره مقابله د كثافاتو سيستم د مديريت له لارې اغېزناکه ګڼي او وايي، هغې پانګونې ته په پام چې د پلاستيك د تولید پر صنعت شوې په يو ځل به دا صنعت له منځه لاړ نه‌شي، خو د كثافاتو د سيستم په سم مديريت سره به وكولای شو چې پلاستيكي پاتې شوني(کثافات) کنټرول کړو.
بل خوا د كابل ښاروالۍ چارواكي مني چې له ۲۰۰۱میلادي كال راهیسې د كابل ښار د كثافاتو مديريت ته جدي پاملرنه نه‌ده شوې. د كابل ښاروالۍ د تنظيف عمومي رئيس احمد بهزاد وايي، د كلونو په اوږدو كې د كثافاتو له‌پاره يوازې د راټولولو، انتقال او د هغو د ښخولو په برخه كې كار شوی، خو تر دې وروسته به كثافاتو ته د يوې منبع په سترګه وكتل شي. نوموړی زياتوي، په دې وروستيو كې كابل ښار د كثافاتو د انتقال له اړخه يو نسبي بدلون موندلی او كابل ښاروالۍ د ۶مليونه ډالرو په ارزښت كثافات‌دانۍ(خځل‌دانۍ) پېرلې چې په نږدې راتلونكې كې به د كابل ښارپه بېلابېلو سيمو كې كېښودل شي. نوموړی وايي، د کثافاتو د بېلولو له‌پاره يې هم کارونه پيل کړي، څو د پلاستيكي پاتې شونو په اړه چې نه په ځمكه كې د جذب وړتيا لري او نه هم له منځه ځي، جدي فکر وشي.
د كابل ښاروالۍ د تنظيف عمومي رئيس زياتوي، كوم كثافات چې د ګزك سيمې ته انتقالېږي زياته برخه يې پلاستيكي كڅوړې جـوړوي چـې ښـخېږي: (( دا بیا د ځمکې لاندې اوبه او خاوره ککړوي.))
د پلاستيكي لوښو او كڅوړو د كارولو زياتوالى ورځ تر بلې ژوند او چاپېریال ته په يوه لوى ګواښ بدلېږي او دا اندېښنه راپاروي چې په راتلونكې كې به د ژوند او كرنې له‌پاره سالمه ځمكه ونه‌لرو.
د ژوند چاپېريال پوهان په دې نظر دي چې دولتونه د پلاستيكي لوښو او كڅوړو د توليد پر ځاى مناسبې طرحې رامنځ ته کولای شي. د بېلګې په توګه د پلاستيكي لوښو او كڅوړو پر ځاى دې كاغذي لوښي او كڅوړې توليد يا وارد كړي او يا دې هم ګياهي لوښي چې له نشايستې څخه جوړېږي او هېڅ کیمیاوي مواد په كې نه كارول كېږي او د جذب ښه قابلیت لري، تولید کړل شي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *