373
۴ وږی ۱۳۹۷
لیکونکی: حسیب‌الله نوري

زده‌کړو او روغتيايي اسانتياوو ته د ښځو نه لاس‌رسی

کلید ګروپ دا ځل په خوست او ننګرهار ولایتونو کې زده‌کړو او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی او په دولتي ادارو کې یې ونډه څېړلې ده. دغه موندنې ښیي چې د دودیزو ستونزو له کبله په یادو ولایتونو کې ۷۵په سلو کې نجونې خپلې زده‌کړې په نیمايي کې پرېږدي. په خوست کې سپېره، موسی‌خېل، ګربز او دوه‌منده هغه ولسوالۍ دي چې لا هم په کې د نجونو ښوونځي نشته دی. موندنې ښیي چې په دغه ولایت کې د ۱۲۰زره نجونو ته یوازې د ۵۰۰ رسمي او نارسمي ښځینه ښوونکو له لوري تدریس کېږي.

له بل لوري په دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې ۱۳۰تنه ښځینه کارکوونکې په دندو بوختې دي چې له دې ډلې دوه یې متخصصینې او ۱۹یې معالج ډاکټرانې دي. له دې جملې ۸ تنه یې په ولسوالیو او پاتې نورې یې په مرکز کې دندې اجرا کوي. خوست ولایت ټول ټال ۱۳ولسوالۍ لري چې له دې ډلې په پنځو ناامنه ولسوالیو کې یې معالج ډاکټرانې نشته دی. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د هرو زرو کسانو له‌پاره یو ډاکټر ته اړتیا ده چې دې تناسب ته په کتو په خوست کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر د دغه ولايت د ښځو نفوس په پرتله ډېر کم دی.

بل لور ته د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه په نشت حساب ده، خو هیله‌مندي ښيي چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په پلي کېدو سره به په دولتي ادارو کې ښځې د دندو اجرا کولو ته زړه ښه کړي.

په ننګرهار کې بیا د کلید موندنې ښيي چې د دغه ولایت په ۱۱سرحدي ولسوالیو کې ښځینه ښوونکې نشته دی. اچین، ده بالا، دوربابا، حصارک، پچیراګام، مومندره، لعل‌پوره، ګوشته، دره نور، سرخ‌رود او کوز کونړ د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ دي. په ننګرهار کې ټول ټال۹۰۲ بابه ښوونځي فعال دي چې په کې ۸۰۰ زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.  شواهد ښيي چې د یاد شمېر زده‌کوونکو له ډلې ۳۵ په سلو کې یې نجونې تشکیلوي. د دې تر څنګ د کلیدګروپ موندنې ښیي چې د ننګرهار په کامه، خوږیاڼو او دوربابا ولسوالیو کې ښځینه معالج ډاکترانې هم نشته دی. د معلوماتو له مخې په یاد ولایت کې ۷۷۶ ښځینه روغتيايي کارکوونکې دندې اجرا کوي چې له دې ډلې۲۰ يې متخصصینې، ۵۳ یې معالجې ډاکټرانې او پاتې نورې یې قابلې او نرسانې دي.

بل خوا د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په مرکز کې د دولتي کارکوونکو ۲۰په سلو کې برخه ښځې تشکیلوي، خو په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې دا کچه ډېره ټیټه ده او فقط د روغتیايي او ښوونیزو چارو بوختیاوې لري.

د کلید موندنې ښيي چې په دغو دواړو ولایتونو کې سیمه‌ییز دودونه، ناوړه اقتصادي وضعیت، ناامني، بې‌روزګاري، ټولنیز محدودیتونه، د عامه پوهاوي پروګرامونو کموالی او د کاري چاپیریال نه خوندیتوب هغه عوامل دي چې په روغتیایي، ښوونیزو او نورو دولتي ادارو کې یې د ښځو ونډه خورا ډېره پیکه کړې ده.

له زده‌کړو محرومې خوستۍ نجونې

که څه هم په خوست ولایت کې مسوولین د پوهنې په برخه کې د پرمختګ خبره کوي، خو لا هم په یو شمېر ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته او یو زیات شمېر نجونې له زده‌کړو محرومې دي. د معلوماتو له مخې په خوست ولایت کې ۳۵۱ دولتي ښوونځي فعال دي چې ۳۰۰زره زد‌ه‌کوونکي په کې په زده‌کړو بوخت دي. د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره، له یاد شمېر زده‌کوونکو څخه ۴۰فیصده یې نجونې تشکیلوي. له بل لوري شواهد ښيي چې په سپېره، موسی‌خېل، دوه‌منده او ګربزو ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله د نجونو ښوونځي نشته دی، خو مسوولین وایي چې ډېر ژر به په دغو ولسوالیو کې د نجونو له‌پاره ښوونځي ورغوي. د خوست پوهنې رییس نصیراحمد روښان وایي چې په دغه ولایت کې ټول ټال ۵۰۰ ښځینه ښوونکې په دندو بوختې دي چې له دې ډلې یوازې ۲۰۰یې رسمي او پاتې نورې یې په غیررسمي ډول خپلې چارې مخته وړي: «مسلکي ښوونکي کم دي او زیاتو درسي موادو ته هم ضرورت لیدل کېږي.» په ورته وخت کې په خوست کې د ښځو حقونو فعاله نادیه باوري بیا د پوهنې په ریاست کې د ښځو د کمې ونډې په اړه خبرې کوي، هغه وايي: «په پوهنې ریاست کې باید ښځو ته ډېره ونډه ورکړل شي، ځکه په ښوونځیو کې مو د ښځینه ښوونکو شمېره ډېره ټیټه ده.» په همدې حال کې د خوست ولایتي شورا غړې زهره جلال بیا وايي چې په خوست کې ډېری نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نه‌شي کولای: «دودیز محدویتونه نجونې اړ کوي چې خپل درسونه په نیمايي کې پرېږدي.» د نوموړې په خبره که چېرې نجونې له دولسم ټولګي فارغې هم شي او یا پوهنتون ووایي، بیا هم ورته د ټولنیزو ستونزو له کبله د کار کولو اجازه نه‌ورکول کېږي. خو د خوست ښځو چارو ریاست مسوولین بیا ادعا کوي چې دوی د نجونو زده‌کړو ته د کورنیو هڅولو په پار د عامه پوهاوي پروګرامونه تطبیق کړي او هیله‌مند دي چې ښه اغېزه وښندي.

د مرکزي احصایې د ۱۳۹۵لمریز کال د ډېټابس د معلوماتو له مخې په خوست کې ۳۴۶ دولتي ښوونځي فعال دي چې له دې ډلې ۱۷۱ یې د هلکانو، ۶۰ يې د نجونو او ۱۱۵نور یې مختلط یعنې د نجونو او هلکانو ګډ ښوونځي دي.

د ښځینه معالجو ډاکټرانو نشت

که څه هم حکومتي مسوولین وایي چې په خوست کې د روغتیا په برخه کې د تېر په پرتله زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته شوې، خو لا هم د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې ښځینه معالج ډاکټرانې نشته دی. د خوست عامې روغتیا ریاست مشر ډاکټر حبیب‌شاه انصاري وایي، په دغه ولایت کې ۳۹ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې ۶۶۲روغتیایي کارکوونکي په کې دندې اجرا کوي. د انصاري د معلوماتو له مخې له دې ډلې ۱۳۰یې مېرمنې تشکیلوي. په دې کې ۱۹ یې معالج ډاکټرانې، دوه تنه یې متخصصینې او پاتې نورې یې نرسانې او قابلې دي. نوموړی وایي، له یاد شمېر ښځینه معالجو ډاکټرانو څخه ۸ تنه په ولسوالیو کې او پاتې نورې یې په مرکز کې دندې لري.

د خوست له ۱۳ ولسوالیو څخه ځاځي میدان، سپېره، صبري، علیشېر او باک هغه ولسوالۍ دي چې اوسېدونکي یې تل په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه معالجو ډاکټرانو له نشت څخه سر ټکوي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا رییس ډاکتر حبیب‌شاه انصاري هم مني چې په یو شمېر ولسواليو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزه لري، خو په خبره یې د پخوا په پرتله په وضعیت کې ژور بدلون راغلی دی: «کابو لس کاله وړاندې د زیږون پر مهال د مور او ماشوم مړینې کچه په هرو سل زره ماشومانو کې ۱۶۰۰وه چې اوس دا شمېره ۶۲۱ ته راښکته شوې.» انصاري وايي چې د پخوا په نسبت د خلکو د پوهاوي کچه ښه شوې او ډېری زېږونونه په روغتیايي مرکزونو کې کېږي.
په خوست کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې د یو څه پرمختګونو باوجود د ښځو حقونو فعالانې وايي چې ډېرې ستونزې لا هم پرځای دی. د ښځو حقونو فعاله نادیه باوري وایي، د خوست په ډېری لرې پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو شمېر بیخي کم دی: «دا چې په خوست کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او زېږونونه په روغتیايي مرکزونو کېږي ښه خبر دی، خو لا هم د لرې پرتو ولسوالیو اکثریت اوسېدونکي، په تېره بیا ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.»  په ورته وخت کې د خوست ولایتي شورا غړې زهره جلال بیا وايي چې د خوست په لرې پرتو سیمو کې ښځینه ډاکټرانې نه تر سترګو کېږي: «په مرکز کې یوه اندازه ګوزاره کېږي، خو په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د ډاکټرانو کمښت خلک له مرګ سره مخ کړي.»

خوست د هېواد له نسبتاً امنو ولایتونو ځنې شمېرل کېږي، خو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی او د ښځینه ډاکټرانو کمښت یې له اساسي ستونزو شمېرل کېږي.

 

په دولتي ادارو کې ناڅیزه ونډه

خوست د هغه ولایتونو له ډلې دی چې چارواکي یې په دولتي ادارو کې د مېرمنو له کمښت څخه هم سر ټکوي. د خوست د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین که څه هم د ښځینه کارکوونکو کره شمېره نه‌لري، خو وايي چې ونډه یې په نشت حساب ده.  د کار او ټولنیزو چار ريیس احسان‌الله ځدراڼ په خبره ټولنيز محدوديتونه، قومي ستونزې، او د کورنيو له لوري مېرمنو ته د اجازې نه ورکول، د مېرمنو له‌پاره د ځانګړو ادارو او ټرانسپورټي اسانتیاوو نشت هغه عوامل دي چې ښځې یې په دولتي ادارو کې له دندو راګرځولې دي. په ورته وخت کې د خوست ولایتي شورا غړې زهره جلال هم په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر په نشت حسابوي او له حکومت څخه غواړي چې ښځو ته مناسب کاري فرصتونه برابر کړي: «خوست کې بايد په دولتي ادارو کې جنډر مراعات شي، په یو یا څو لوړو بستونو کې باید ښځې په دندو وګمارل شي.» د نوموړې په خبره د خوست په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ځکه پیکه ده چې له دوی څخه د دندې د موندلو پرمهال د معتبرو اسنادو او تجربې غوښتنه کېږي. مدني فعاله نادیه باوري هم له حکومت څخه غواړي چې په دولتي ادارو کې څو ریاستونه د مېرمنو له‌پاره ځانګړي کړي: «په خوست کې د ټولنیزو محدوديتونو له کبله ښځې نه‌شي کولای چې له نارینه‌وو سره په یوه اداره کې دندې اجرا کړي، که حکومت د ښځو له‌پاره څو ریاستونه ځانګړي کړي، په دې سره به د ښځو له‌پاره د کار زمینه برابره او جنډر به مراعات شي.»

۷۵په سلو کې نجونې

ښوونځي په نیمايي کې پرېږدي

په ننګرهار کې ټولنيز محدوديتونه سبب شوي چې کابو ۷۵ په سلو کې نجونې خپل درسونه په نیمايي کې پرېږدي او په کور کیني. د ننګرهار پوهنې رییس حسیب‌الله شینواری وایي: «سیمه‌ییز ناوړه دودونه او کلتوري ستونزې نجونې له زده‌کړو راګرځوي.» د نوموړي د معلوماتو له مخې په لومړیو ټولګیو کې د نجونو شمېر زیات وي، خو کله چې منځنیو ټولګیو ته رسېږي، دا شمېر راټيټيږي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی بیا وایي چې دوی د نجونو د تعلیم په رابطه د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه لري او هیله‌مند دي چې خلک خپلې نجونې له ښوونځیو راونه‌ګرځوي.

بل لور ته د کلید موندنې ښیي چې د ننګرهار په ۱۱سرحدي ولسوالیو کې ښځینه ښوونکې نشته دی. اچین، ده بالا، دور بابا، حصارک، پچیراګام، مومندره، لعل‌پوره، ګوشته، دره نور، سرخ‌رود او کوز کونړ هغه ولسوالۍ چې ښوونځیو کې یې د ښځینه ښوونکو درک نه‌لګېږي. د پوهنې رییس حسیب‌الله شینواری هم دا موضوع تاییدوي او وايي چې کرار کرار به دغه تشه ډکه شي: «موږ په ۱۱سرحدي ولسوالیو کې ښځینه ښوونکې نه‌لرو.»

په ننګرهار کې ټول ټال ۹۰۲ بابه ښوونځي فعال دي چې ۸۰۰زره زده‌کوونکي په کې زده‌کړه کوي، د یاد شمېر زده‌کوونکو ۳۵په سلو کې یې نجونې جوړوي. د شینواري د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د ناامنۍ له کبله ۱۴ښوونځي تړل شوي دي: «د دې له‌پاره چې د یادو سیمو زده‌کوونکي له زده‌کړو پاتې نه‌شي، د ځای په بدلولو سره مو دوی ته کلیوالي ښوونځي رامنځ ته کړي دي.» په ننګرهار کې د ښځو ملاتړ شورا مشره ملاله میوند بیا وايي چې په مرکز کې د نجونو له‌پاره د زد‌ه‌کړو زمینه برابره ده، خو په لرې پرتو سیمو کې د نجونو ښوونځي د امنیتي ستونزو له کبله تړلي دي: «حکومت باید امن ټینګ کړي، څو نجونې درس ووايي.»

د ښځینه معالجو ډاکټرانو نشت

که څه هم د ننګرهار ولایتي چارواکي د روغتیا په برخه کې د پرمختګونو خبره کوي، خو د کلید موندنې ښیي چې لا هم د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې ښځینه معالج ډاکټرانې نشته دی. د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب‌الله کامه‌وال هم مني چې په دغو درېیو ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله ښځينه معالج ډاکترانې نه دي حاضرې شوې چې دندې اجرا کړي: «په کامه، خوږیاڼو او دوربابا ولسوالیو کې ډاکټرانې نشته، خو نرسانې او قابلې شته دی.»

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې په یاد ولایت کې ۱۵۷لوی او واړه روغتیایي مرکزونه فعال دي چې ۷۷۶ښځینه روغتيايي کارکوونکې په کې دندې اجرا کوي. له دغې شمېرې ۲۰ تنه متخصصینې، ۵۳ تنه معالج ډاکټرانې او پاتې نورې قابلې او نرسانې دي. د کامه‌وال په خبره، په ننګرهار کې د تېرو کلونو په پرتله روغتیایي وضعیت ښه شوی او د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه په هرو سل زره تنو کې ۳۰۰  ته راټیټه شوې ده: « اوس د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه په هرو یو لک کسانو کې ۳۰۰ ته راټیټه شوې.» خو د دې باوجود ننګرهار مېشتې مېرمنې لاهم شکایت لري چې ښځې لازمو اسانتیاو ته لاسرسی نه‌لري. د ننګرهار ولایتي شورا غړې حمیرا رفیع وایي: «روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی ډېر کم دی، په کلینیکونو کې خدمتونه په ښه توګه نه‌وړاندې کېږي.» د ننګرهار د ښځو حقونو ملاتړ شورا مشره ملاله میوند هم د روغتیایي اسانتیاوو له نشت څخه سر ټکوي: «د ننګرهار په مرکز کې ښځینه ډاکټرانې د ګوتو په شمېر دي او په ولسوالیو کې دا شمېر بيخي کم دی.» د نوموړې په خبره په لرې پرتو سیمو کې خلک په تېره بیا مېرمنې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او زیاتو ښځينه ډاکټرانو ته اړتیا ده چې په دندو وګمارل شي.

د ښځینه کارکوونکو تشه

که څه هم د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي چې د ولایت په مرکز کې د دولتي کارکوونکو ۲۰٪ یې ښځې تشکیلوي، خو د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان بیا په یاد ولایت کې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ډېره پیکه بولي. د ننګرهار د ښځو حقونو د ملاتړ شورا مشره ملاله میوند وایي، په یاد ولایت کې لوستې مېرمنې شته، خو له دوی سره توپیري چلند سبب شوی چې په دولتي ادارو کې په دندو ونه‌ګمارل شي: «په ډېری دولتي ادارو کې ښځې نشته په داسې حال کې چې هلته د ښځو کارکوونکو له‌پاره ډېره اړتیا ده.»  د نوموړې په خبره په دولتي ادارو کې نارینه چارواکي نه‌غواړي چې مېرمنې په دندو وګمارل شي: «ښځو ته په بې‌باورۍ کتل کېږي او پرځای یې نارینه ګمارل کېږي.» خو د ولایتي شورا غړې حمیرا رفیع بیا وایي، امنیتي او کلتوري ستونزې هم سبب شوي چې له ښځو څخه په دولتي ادارو کې د کار کولو جرئت واخلي: «د دې ترڅنګ د استخدام په پروسو کې هم فساد دی او واسطه کېږي.» د مېرمن رفیع په عقیده تر هغه چې دغه ستونزې وي، په دولتي ادارو کې به د ښځو ونډه همداسې کم‌رنګه پاتې شي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم مني چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه پیکه ده. نوموړی وایي، ټولنيز محدوديتونو او ناامنۍ دا ونډه کم‌رنګه کړې: «له موږ سره په مرکز کې ۲۰٪ مېرمنې په دولتي ادارو کې په دندو بوختې دي، خو په ولسوالیو کې بيا دا شمېر ډېر کم دی.»

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *