پاکستان وايي غواړي له هند سره شته ستونزه د خبرو پر مټ حل کړي.
د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان ويلي، ښه به وي چې پاکستان او هند نور د کشمير ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او په سيمه کې پراخې سوداګرۍ ته زمينه برابره کړي.
نوموړي ويلي، هند ته په واضح توګه وايي چې نور د کشمير ستونزه بايد د پاکستان او هند ملتونه له فقر سره مخ نه کړي.
دده په وينا که د کشمير ستونزه حل شي او د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې ښې شي نو په سيمه کې به د سوداګرۍ او ترانزيت بې ساري فرصتونه رامنځ ته شي او په دې توګه به په دې ستره نيمه وچه کې د فقر لمن ټوله شي.
هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.