ads

په ننګرهار كې لسګونو مېرمنو ته د شاتو مچۍ ورکړل شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له لوري د دې ولايت په دره نور ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزلو مېرمنو ته د دوى د کورني اقتصاد د پياوړتيا او د شاتو مچيو صنعت د پراختيا په هدف د شاتو مچۍ او د هغو د روزنې توکي ووېشل شول.

نویسنده: mayar
28 زمری 1397

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزى وايي، هرې مېرمنې ته يې د شاتو مچيو دوه صندوقونه، د مچيو د تکثير په هدف دوه تش صندوقونه، يو د شاتو ايستلو ماشين، د لوګيو يو پمپ، يو بُرس، يو موم تراش، يو پلاس، څلور متره ټوکر، پنځه کيلو ګرامه بوره او موم وركړل.
نوموړى زياتوي، د دغه ولايت اب و هوا د شاتو مچيو د روزنې لپاره مساعده ده او دوى هڅه کوي، چې دا صنعت لا پراخ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA