په كابل ښار كې د چسپكي ماين چاودنې يو پوليس ټپي كړ.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزى وايي، دغه ماين نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې د ۱۸مې امنيتي حوزې په پل خشك سيمه كې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر چاودنه كړې ده.
نوموړى زياتوي، په دې چادونه کې يوازې يو پوليس سطحي ټپي شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، د کابل ښار د ۱۶ مې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې دوه راکټونه لګېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي وويل، دا راکټونه نن سهار شاوخوا شپږ بجې له پلچرخي سيمې توغول شوي، چې يو يې په مرنجان تپه او بل يې په قلعه زمان خان کې لګېدلى دى.
د نوموړي په خبره، په دې اړه څېړنې روانې دي.
د يادو دواړو پېښو مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ