د هېواد د خپلواکۍ ۹۹يمه کليزه نن سهار د جمهور رئيس محمد اشرف غنى لخوا په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ په کېښودو سره په لنډو مراسمو ونمانځل شوه.
د خپلواکۍ د نمانځلو په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت تشريفاتي ګارډ د هېواد ملي سرود وغږوه.
د ګلونو د اېښودو تر مراسمو وروسته جمهور رئيس غني له وينا کولو پرته خپل دفتر ته ستون شو.
په دې مراسمو کې د کابينې غړو او يو شمېر اوسنيو او پخوانيو چارواكو هم برخه اخيستې وه.
افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ۱۲۹۸يم لمريز کال د زمري مياشتې په ۲۸مه نېټه له انګرېزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.
د خپلواكۍ ورځې د نمانځلو لپاره د هېواد په ټولو ولايتونو كې ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ