په کندهار کې هوايي بريدونو ۱۱ وسله وال طالبان وژلي او د هغوى له چاودېدونكو توكو ډك درې موټرونه له منځه وړل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال وياند عبدالبشير خاکسار كليد ته وويل، نن سهار وختي شاوخوا څلور بجې افغان هوايي ځواکونو د ميوند ولسوالۍ په ملنګ کارېز سيمه کې هغه درې موټرونه، چې چاودېدونکي توکي په كې لېږدول کېدل، په نښه كړي او له منځه يې وړي دي.
نوموړي زياته كړه، په دې بريدونو كې ۱۱ طالبان هم وژل شوي دي.
د خاکسار په خبره، طالبانو پلان درلود، چې له يادو موټرونو د اختر په شپو او ورځو کې کار واخلي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ