ads

سبا د افغانستان او فلسطين فوټبال ملي لوبډلې لوبه کوي

ټاکل شوې سبا د افغانستان او فلسطين د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه ترسره شي.

نویسنده: mayar
27 زمری 1397
سبا د افغانستان او فلسطين فوټبال ملي لوبډلې لوبه کوي

ټاکل شوې سبا د افغانستان او فلسطين د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه ترسره شي.
د فوټبال فدراسيون د خبرپاڼې له مخې، دا لوبه د يكشنبې په ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقيقې د هېواد د خپلواكۍ ورځې په وياړ په كابل كې پيلېږي.
د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه په ۲۰۱۴م ميلادي کال کې د اسيا چلېنج کپ په نيمه پايلوبه کې په مالديف کې شوې وه.
افغانستان په دې لوبه کې له فلسطينه ماتې خوړلې وه او پايلوبې ته له لار موندنې پاتې شوی و.
د افغانستان او فلسطين د فوټبال ملي لوبډلې تراوسه درې ځلې سره مخامخ شوي، خو افغان لوبډلې يو وار هم لوبه نه ده ګټلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA