ads

افغان سوداګرو ښځو ډېر پرمختګ نه دی کړی

د افغانستان حکومت مني چې افغان ښځو د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د نړۍ د ښځو په پرتله ښه پرمختګ نه دی کړی.
د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي د ((پلټنې او د حل لار)) تر نوم لاندې په كابل كې د متشبثو ښځو په دوهمه ناسته كې وويل، د انرژۍ، ساينس، تكنالوژۍ او توليداتو په برخو كې د افغان ښځو لاسته راوړنې د پام وړ نه دي.

نویسنده: mayar
27 زمری 1397
افغان سوداګرو ښځو  ډېر پرمختګ نه دی کړی

د افغانستان حکومت مني چې افغان ښځو د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د نړۍ د ښځو په پرتله ښه پرمختګ نه دی کړی.
د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي د ((پلټنې او د حل لار)) تر نوم لاندې په كابل كې د متشبثو ښځو په دوهمه ناسته كې وويل، د انرژۍ، ساينس، تكنالوژۍ او توليداتو په برخو كې د افغان ښځو لاسته راوړنې د پام وړ نه دي.
د نوموړي په وينا، د ملي يووالي حكومت په ټولو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرو ښځو د پرمختګ په برخه كې بنسټيزې طرحې تر لاس لاندې لري.
له بل لوري بيا سوداګرې ښځې د بنسټونو له نشت سر ټکوي او وايي، د ښځو لپاره د صنعتي پاركونو، بنسټونو او خوندي كاري چاپېريال نشت د افغان سوداګرو ښځو د پرمختګ په لار كې اصلي خنډونه دي.
د ښځو د سوداګرۍ خونو رييسه منېژه وافق وايي، په ارزګان، پكتيا او نورستان ولايتونو كې د نا امنيو، دوديزو ستونزو او ټولنيزو مخالفتونو له کبله هېڅ سوداګره ښځه فعاليت نه لري.
منيژه وافق وايي، كوم وړانديزونه چې د ښځو د سوداګرۍ خونو له خوا ملي يووالي حكومت مشرانو ته شوي، هغوی ژمنه کړې چې د ښځو لپاره به صنعتي پاركونه جوړ كړي تر څو هغه شمېر ښځې چې لږ توليدات لري له لويو سوداګرو ښځو سره يو ځای فعاليت ولري او بازار ته يې لاسرسی زيات شي.
وافق وړاندې وايي، د سوداګرو ښځو وضعيت د تېر په پرتله ښه شوی او د هغو بنسټونو شمېر چې د سوداګرو ښځو لپاره كار كوي ډېر شوی. دغه راز د سوداګرو ښځو شمېر هم زيات شوی خو دوی بايد انلاين سوداګرۍ ته لاسرسی ومومي.
نوموړې زياتوي، د سوداګرۍ خونو په نوښت د جمعه بازار په نوم بازار هره جمعه په ښځينه پاركونو كې جوړېږي او سوداګرې ښځې خپل توليدات خرڅلاو ته وړاندې كوي چې د ولايتونو ښځې هم ګډون پكې لري.
د سوداګرۍ خونې رييسه وايي، د زيات سود په بدل كې د پورونو اخيستل هم د سوداګرو ښځو لپاره يوه ستونزه وه چې اوس يو شمېر بانكونه د مناسب سود په بدل كې سوداګرو ښځو ته پيسې په پور وركوي.
بلخوا بيا يو شمېر سوداګرې ښځې د حكومت له نه پاملرنې ګيله لري او وايي د ملي يووالي حكومت له سوداګرو ښځو سره هېڅ د پام وړ مرسته نه ده کړې.
په همدې حال کې يوه سوداګره ښځه زحل فيضي نا امني او د ماركېټ، ماشين الاتو او منظمې کاري فضا نشت هغه ستونزې يادوي چې د سوداګرو ښځو د پرمختګ مخه يې نيولې ده.
زحل چې د مخ او لاس لپاره يو ډول صابون توليدوي او توليدات يې هالنډ او فرانسې ته هم ځې وايي، سوداګرې ښځې د نوښت او پرمختګ وړتيا لري، خو كه چېرې زمينه ورته برابره شي.
نوموړې زياتوي، خپله سوداګري يې په ۱۲۰ ډالره چې امريكايي پوهنتون ورکړې پيل كړې خو له حكومتي ادارو يې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې. د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې د شمېرو له مخې اوس مهال په ټول هېواد كې شاوخوا ۸۵۰ توليدي شركتونه د ښځو په رهبرۍ فعاليت لري چې يوازې۲۰ شركتونه يې له افغانستان بهر فعاليت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA