ads

افغانستان د سې شنبې په شپه له ايرلنډ سره لومړۍ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ټاکل شوې د راتلونكې سې شنبې په شپه افغان کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه له ايرلنډ کرکټ لوبډلې سره ترسره کړي.

نویسنده: mayar
27 زمری 1397
افغانستان د سې شنبې په شپه له ايرلنډ سره لومړۍ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ټاکل شوې د راتلونكې سې شنبې په شپه افغان کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه له ايرلنډ کرکټ لوبډلې سره ترسره کړي.
د کرکټ بورډ د رسنيو او بازار موندنې برخې مسوول لطف الله ستانکزي نن کليد ته وويل، له ايرلنډ سره په لوبو کې هغه درې افغان لوبغاړي هم برخه اخلي، چې د انګلستان په سوداګريزو سياليو کې يې ګډون درلود.
نوموړي زياته کړه، راشد خان، مجيب ځدراڼ او محمد نبي درې واړه په لوبډله کې شامل دي او له ايرلنډ سره په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه کې هم برخه اخلي.
له ايرلنډ سره لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه د شمالي ايرلنډ په بريډي لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت د سې شنبې په شپه ۱۱ بجې پيلېږي.
د افغانستان او ايرلنډ کرکټ لوبډلې ټولې شپږ لوبې لري، چې لومړۍ درې يې ۲۰ اوريزې او پاتې درې يې ۵۰ اوريزې دي.
دا سيالۍ د روانې اګسټ مياشتې په ۲۰مه، ۲۲مه، ۲۴مه، ۲۷مه، ۲۹مه او ۳۱مه نېټه ترسره کېږي.
له دې لوبو وروسته ټاکل شوې د سپټمبر مياشتې په ۱۵مه نېټه د اسيا جام د کرکټ سيالۍ پيل شي، چې افغانستان په اې ګروپ کې له بنګله دېش او سريلانکا سره مخ کېدونکی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA