ads

جمهور رئيس غني: د غزني توطئه دې په جدي توګه وڅېړل شي

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، د غزني توطئه دې د ملي امنيت له لوري په ژوره توګه وڅېړل شي او د کمزورۍ اصلي ټکي دې په ډاګه شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 زمری 1397
جمهور رئيس غني: د غزني توطئه دې په جدي توګه وڅېړل شي

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، د غزني توطئه دې د ملي امنيت له لوري په ژوره توګه وڅېړل شي او د کمزورۍ اصلي ټکي دې په ډاګه شي.
جمهور رييس غني نن غزني ولايت ته د سفر پر مهال د خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې د غزني ښار د جګړې پر مهال د افغان ځواکونو مېړانه وستايله او وژل شوو سرتېرو ته يې دعا وکړه. نوموړي ټينګار وکړ، تر هغې چې يو افغان او مسلمان وي دغه ولايت سقوط نه کوي.
جمهور رييس يو ځل بيا ټينګار وکړ چې چمتو دی، په هر ځای کې له وسله والو طالبانو سره خبرو ته کېني.
نوموړي وويل، د سولې په تړاو نړيواله اجماع، اسلامي اجماع او تر ډېره بريده سيمه ييزه اجماع رامنځته شوې ده.
غني دغه راز ټينګار وکړ چې د غزني ښار بالاحصار به له سره رغول کېږي، د غزني جامع جومات ترمېمېږي او د دغه ولايت روغتون به هم د خصوصي سکتور پر ځای د يوې دولتي تصدۍ له لوري رغول کېږي.
له بل لوري د غزني امنيه قومندان فريد احمد مشعل ته د کورنيو چارو وزارت په وړانديز د جمهور رييس له لوري د جنرالۍ رتبه ورکړل شوه.
جمهور غني داسې مهال غزني ولايت ته سفر کوي چې پوره يوه اوونۍ وړاندې د تېرې جمعې په شپه وسله والو طالبانو په غزني ښار بريد وکړ، د شپږو ورځو لپاره د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشوه او د ملکي وګړو په ګډون دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز په دې جګړه کې د غزني تاريخي ښار يو شمېر ودانۍ هم زيانمنې شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA