ads

جمهوررئيس محمد اشرف غني غزني ولايت ته ورسېد

جمهوررئيس محمد اشرف غني نن سهار د غزني ولايت د امنيتي وضعيت د ارزونې لپاره دغه ولايت ته ورسېد.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 زمری 1397
جمهوررئيس محمد اشرف غني غزني ولايت ته ورسېد

جمهوررئيس محمد اشرف غني نن سهار د غزني ولايت د امنيتي وضعيت د ارزونې لپاره دغه ولايت ته ورسېد.
جمهوررئيس غني به ددغه سفر په ترڅ کې د قران کريم د ختم او د غزني د شهيدانو روح ته د فاتحې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه ولايت له ملکي او نظامي چارواکو او خلکو سره جلا جلا کتنې ولري.
وسله والو طالبانو پوره يوه اوونۍ وړاندې د جمعې په شپه پر غزني ښار بريد پيل کړ، د مخابراتي شبکو فعاليتونه يې پرې کړل او ټولې لارې يې د ټرافيکو پرمخ وتړلې.
په دغه ښار کې څلور ورځې او شپې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو سختې جګړې وکړې او د ملکي وګړو تر څنګ دواړو لورو ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته.
له څلورو ورځو وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل وسله وال طالبان له غزني ښاره وباسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA