ads

كابل ښار كې د لاسي صنايعو او خوراكي توكو نندارتون جوړ شو

په كابل كې ښار كې لسګونو سوداګرو او كسبه كارو مېرمنو نن خپل لاسي صنايع او خوراكي توكي د متشبثو ښځو د توليداتو په نندارتون كې نندارې ته كېښودل.
دا نندارتون له جګړې اغېزمنو شوو ماشومانو لپاره د كاناډايي موسسې په همكارۍ او د امريكا په مالي ملاتړ د كابل په بابر بڼ كې د يوې ورځې لپاره جوړ شوى و.

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 زمری 1397
كابل ښار كې د لاسي صنايعو او خوراكي توكو نندارتون جوړ شو

په كابل ښار كې لسګونو سوداګرو او كسبه كارو مېرمنو نن خپل لاسي صنايع او خوراكي توكي د متشبثو ښځو د توليداتو په نندارتون كې نندارې ته كېښودل.
دا نندارتون له جګړې اغېزمنو شوو ماشومانو لپاره د كاناډايي موسسې په همكارۍ او د امريكا په مالي ملاتړ د كابل په بابر بڼ كې د يوې ورځې لپاره جوړ شوى و.
له جګړې اغېزمنو شوو ماشومانو لپاره د كاناډايي موسسې مسوولين د دغه نندارتون د جوړولو هدف بازار موندنه او د افغان ښځو د اقتصادي حالت ښه كول په ګوته كوي.
په كابل كې د دغې موسسې د پروګرامونو مسوول ولي نشاط وويل، په تېرو دوو كلونو كې په كابل، ننګرهار او كندهار ولايتونو كې له جګړې اغېزمنو شوو ماشومانو لپاره كاناډايي موسسې ۶۵۰ بېوزله ښځې او نجونې د سواد زده كړې او لاسي صنايعو د توليد په برخو كې روزلې او د كار بازار ته داخلې شوې دي.
نوموړي زياته كړه، دې پروګرام له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸م ميلادي كاله دوام درلود، چې په ترڅ كې يې د سلګونو ښځو او نجونو ترڅنګ يو شمېر ځوانانو هم حرفوي زده كړې ترلاسه كړې دي.
بايد وويل شي، چې دا ډول نندارتونونه د سوداګرو او كسبه كارو ښځو د اقتصادي ودې جدي اړتيا ده، ترڅو وكولاى شي د كار بازار ته داخلې او له دې لارې خپل كاروبار مخته يوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA