درېيم تعقيب – د کورنيو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د ملي امنيت عمومي رياست پر يو روزنيز مرکز بريد د څلورو وسله والو په وژل كېدو پاى ته ورسېد.
د دغه وزارت د ستراتېژيکو اړيکو سلاکار بهار مهر ويلي، يوه ځانمرګي بريد كوونكي په پيل کې په ځان پورې تړلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه ورکړې او درې نور وسله وال له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړې، په پېښه كې درې افغان سرتېري ټپيان شوي او بل چا ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې ياد وسله وال كسان د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې قمبر څلور لارې ته څېرمه يوې نيمه كاره ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځايه يې د ملي امنيت عمومي رياست پر روزنيز مركز بريد پيل كړ.
د بريد مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ