داعش ډلې په كابل ښار كې د پروني خونړي ځانمرګي بريد مسووليت ومانه.
دا بريد پرون مازديګر شاوخوا څلور بجې د ۱۸مې امنيتي حوزې په نقاش سيمه كې د موعود په نوم په يوه ښوونيز مركز كې وشو.
ځينو رسنيو په دې پېښه كې د شاوخوا ۶۰ كسانو د وژل كېدو او لسګونو نورو د ټپي كېدو خبر وركړى و، خو د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح نن وويل، د پروني بريد د مرګ ژوبلې په ارقامو كې يې تېروتنه كړې وه.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې ۳۵ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپيان دي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني دا پېښه غندلې او ويلي يې دي، وحشي تروريستان د ښوونيزو او فرهنګي مرکزونو په نښه کولو سره په ډاګه کوي، چې دوی د اسلامي ارزښتونو او د محمد (ص) د لارښوونو، چې د علم زده کړه يې پر نر او ښځه فرض ګرځولې، خلاف دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو امنيت شورا او امريكا هم ياد بريد غندلى دى.
امنيت شورا ويلي، دغه بريد د دې اړتيا په ډاګه کوي، چې د تروريزم د اعمالو عاملينو، تنظيموونکو او مالي تمويلوونکو سره بايد حساب وشي او عدالت ته راکاږل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ