ads

د جلال اباد – تورخم لويې لارې د يوې پوستې قوماندان نيول شوى

د ننګرهار د والي حيات الله حيات په امر د جلال اباد – تورخم پر لويه لار د هغې پوستې قوماندان ونيول شو، چې د مسووليت په سيمه کې يې تېره ورځ يو تن نامعلومو كسانو برمته كړ.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د بټي کوټ ولسوالۍ په سپين خوړ سيمه کې د چهار شنبې په ورځ د تورخم ګمرک يو کارکوونکى د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 زمری 1397

سرچينه زياتوي، د دې قضيې له رامنځته کېدو سره سم والي حيات الله حيات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر په ملتيا يادې سيمې ته لاړ او هلته د پېښې ځاى ته څېرمه د پوستې له مسوولينو يې بېړنۍ او لومړنۍ څېړنې وکړې.
ده وويل، د نظامي شورا غړو پرېکړه کړې، چې د جلال اباد – تورخم پر لويه لار د هر ډول تخريبي قضيې د رامنځته کېدو پوښتنه به له اړوندې پوستې کېږي او د همدې پرېکړې د عملي کېدو په هدف يې د امنيت امر ته د سپين خوړ پوستې د قوماندان د نيولو امر وکړ.
والي زياته كړه، د پوستې له نيول شوي قوماندان سيد بلال پاچا څخه به هراړخيزې پوښتنې وشي.
د حيات په وينا، که له دې وروسته پر ياده لويه لار کومه پېښه رامنځته شي، د لويې لارې د پوليسو قوماندان څخه به يې څېړنې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA