ads

په ننګرهار كې قاچاقي چارتراش لرګي نيول شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، پوليسو په يوه باروړونکي موټر کې سلګونه فوټه قاچاقي چارتراش لرګي نيولي دي.

نویسنده: mayar
24 زمری 1397
په ننګرهار كې قاچاقي چارتراش لرګي نيول شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، پوليسو په يوه باروړونکي موټر کې سلګونه فوټه قاچاقي چارتراش لرګي نيولي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دغه چارتراش تېره شپه ناوخته د فارم هډې سيمې په مربوطاتو كې نيول شوي دي.
د هغه په وينا، دا اطلاع د ښار د يوه اوسېدونکي له لوري د ولايت د شکايتونو له ۱۶۰ شمېرې سره شريکه شوې وه، چې وروسته يې په وړاندې اقدامات ترسره شول.
خوږياڼي زياته كړه، د دې چارتراشو په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو په خبره يې، په اړه يې څېړنې روانې دي.
د يادولو ده، چې وړمه شپه د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ كې هم د لسګونه ميليونه افغانيو په ارزښت لسګونه زره فوټه قاچاقي چارتراش لرګي نيول شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA