په لغمان کې د راکټ مرمۍ د چاودنې له كبله شپږ ماشومې نجونې وژل شوې دي.
د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، له وسله والو طالبانو پاتې شوې د راكټ دې ناچاودې مرمۍ نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې او ۳۰ دقيقې د الينګار ولسوالۍ د پړوايي په چلګزي سيمه كې چاودنه كړې ده.
نوموړي زياته كړه، دغو ماشومو نجونو په سيمه کې ياده مرمۍ د لوبو په مهال ټکولې، چې له كبله يې مرمۍ چاودلې او شپږ واړه نجونې يې وژلې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې په هېواد كې ډېركله د ناچاوده مرميو چاودنې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ