د هلمند د سولې ولسي حرکت غړو نن د كابل د قره باغ ولسوالۍ له اوسېدونكو سره د سولې په تړاو غونډه وکړه.
د دې حرکت وياند بسم الله وطندوست كليد ته وويل، د غونډې چمتووالى ورته د قره باغ ولسوالۍ قومي مشرانو او ديني عالمانو نيولى و.
ده زياته كړه، د دغې ولسوالۍ د قومي مخورو له ژمنې سره سم به سلګونه کسان له دوى سره تر پروانه پورې پلي لاړ شي.
د وطندوست په وينا، د غونډې هدف د يادې ولسوالۍ له اوسېدونكو سره د سولې غږ بدرګه کول او دغه راز له وسله والو د اوربند غوښتنه وه.
د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي نن پروان ولايت ته ځي او هلته به سبا له ځايي خلكو سره د سولې په تړاو غونډه ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ