ads

كابل ښار كې ځانمرګي بريد لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په كابل ښار كې ځانمرګي بريد لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دا بريد نن مازديګر شاوخوا څلور بجې د ۱۸مې امنيتي حوزې په نقاش سيمه كې د موعود په نوم په يوه ښوونيز مركز كې شوى دى.

نویسنده: mayar
24 زمری 1397
كابل ښار كې ځانمرګي بريد لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

دوهم تعقيب – په كابل ښار كې ځانمرګي بريد لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دا بريد نن مازديګر شاوخوا څلور بجې د ۱۸مې امنيتي حوزې په نقاش سيمه كې د موعود په نوم په يوه ښوونيز مركز كې شوى دى.
هغه زياته كړه، په دې پېښه كې له ۳۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ښايي د تلفاتو شمېر زيات شي.
بلخوا د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح له كليد سره په خبرو كې د ياد ځانمرګي بريد له كبله د ۲۵ كسانو وژل كېدل او له ۲۰ د زياتو ټپي كېدل تاييد كړل.
د بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA