د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکو د خوست او ګردېز ترمنځ لاره له سهار راهيسې د ټرافيكو پرمخ تړلې ده.
لاريون کوونکي د هغو بنديانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې تېره اونۍ د هغه لاريون په مهال نيول شوي وو، چې په تاوتريخوالي اوښتى و.
دوى وايي، تر هغه به خپل لاريون ته دوام وركړي، چې غوښتنو ته يې ځواب نه وي ويل شوى.
د يادونې وړ ده، چې د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د حسن محمد کلي اوسېدونکو او ځايي ادارې ترمنځ د صنعتي پارک پر ځمکې ستونزه راولاړه شوې، چې ځايي ادارې يې له دې كبله کورونه وران کړي، چې ګواکې پر دولتي ځمکه يې جوړ کړي، خو د سيمې اوسېدونکي بيا ياده ځمکه دولتي نه، بلکې شخصي ملکيت بولي او حكومت په زور زياتي تورنوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ