جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ كې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستيال او تروريزم سره په مبارزه کې د دغه سازمان د دفتر مسوول ويلاديمير ورونکوف سره وكتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، دواړو چارواكو پر بېلابېلو موضوعاتو او د ګډو همکاريو پر پياوړتيا خبرې وكړې.
دوى د امنيت او سولې په اړه وغږېدل او تروريزم او جرمي اقتصاد سره يې پر ګډې مبارزې بحث وكړ.
جمهور رئيس غني او ورونكوف ټينګار وکړ، چې ټول هېوادونه دې د تروريزم په ضد د صادقانه مبارزې لپاره اغېزناک او جدي ګامونه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان ياد چارواكي تروريزم سره په مبارزه کې د افغان حکومت هڅې وستايلې او ډاډ يې ورکړ، چې دا سازمان د افغانستان د خلکو او حکومت تر شا ولاړ دى او سولې او ثبات ته تر رسېدو به ورسره همکاري کوي.
ورونكوف تر دې وړاندې د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره هم ليدلي و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ