ads

بغلان کې لسګونه امنيتي سرتېري وژل شوي

د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له كبله ۴۴ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
24 زمری 1397
بغلان کې لسګونه امنيتي سرتېري وژل شوي

د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له كبله ۴۴ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د دغه ولايت د عامه نظم کنډک قوماندان سمونوال ذبيح الله غورځنګ وايي، طالبانو تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علاء الدين خېلو سيمه کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.
د هغه په وينا، جګړو شاوخوا دوه ساعته دوام کړى، چې په ترڅ کې يې د ملي اردو ۳۶ سرتېري او اته سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
بلخوا د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد سره خبرو كې د اوو سيمه ييزو پوليسو وژل كېدل تاييد كړل، خو د ملي اردو سرتېرو د تلفاتو په اړه يې كره معلومات نه لرل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا په مركزي بغلان ولسوالۍ كې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو د څلورو پوستو د نيولو او د ۷۰ افغان سرتېرو د وژلو ادعا كوي.
د نوموړي په خبره، ملګرو يې له دې پوستو دوه رېنجر موټرونه، دوه ټانكونه، لسګونه ميله سپكې او درنې وسلې او مهمات وړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې هم په يادې ولسوالۍ كې ۱۶ امنيتي سرتېري وژلي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA