ads

ننګرهار كې لسګونه زره فوټه قاچاقي چارتراش نيول شوي

د ننګرهار ولايتي چارواكي په ښېوې ولسوالۍ كې د لسګونه ميليونه افغانيو په ارزښت د زرګونه فوټه قاچاقي چارتراش لرګيو د نيولو خبر وركوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 زمری 1397
ننګرهار كې لسګونه زره فوټه قاچاقي چارتراش نيول شوي

د ننګرهار ولايتي چارواكي په ښېوې ولسوالۍ كې د لسګونه ميليونه افغانيو په ارزښت د لسګونه زره فوټه قاچاقي چارتراش لرګيو د نيولو خبر وركوي.
والي حيات الله حيات وويل، دا چارتراش تېره شپه د يادې ولسوالۍ په بُډيالۍ او عبدالخېلو سيمو كې ونيول شول.
ده زياته كړه، له هغو مسوولينو او كسانو سره به قانوني چلند ترسره كړي، چې تر څېړنو وروسته د چارتراشو په قاچاق كې پرې لاس لرل ثابت شي.
بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزى وايي، په دې ولايت کې به په ټول توان د غصب او قاچاق د مخنيوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
د نوموړي په خبره، له هغو امنيتي مسوولينو سره به قانوني چلند وكړي، چې د چارتراشو په قاچاق كې لاس ولري.
دا لومړى ځل دى، چې په ننګرهار كې د چارتراشو د چاق په وړاندې اقدام او مخنيوى يې كېږي.
ولسي خلک د دې اقدام هرکلى کوي او وايي، دا چاره به د ولس باور پر حکومت پياوړى کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA