ads

ننګرهار كې د خپلواكۍ ورځې د نمانځلو لپاره ځانګړى چمتووالى روان دى

د ننګرهار ولايتي چارواکي د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹يمې كليزې د نمانځلو لپاره پر ځانګړي چمتووالي ټينګار کوي.
والي حيات الله حيات تېره شپه د هغو کمېټو له کارونو ليدنه وکړه، كومې چې د زمري مياشتې ۲۸مې ورځې ته د چمتووالي په هدف ټاكل شوې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 زمری 1397
ننګرهار كې د خپلواكۍ ورځې د نمانځلو لپاره ځانګړى چمتووالى روان دى

د ننګرهار ولايتي چارواکي د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹يمې كليزې د نمانځلو لپاره پر ځانګړي چمتووالي ټينګار کوي.
والي حيات الله حيات تېره شپه د هغو کمېټو له کارونو ليدنه وکړه، كومې چې د زمري مياشتې ۲۸مې ورځې ته د چمتووالي په هدف ټاكل شوې دي.
ده ټينګار وکړ، د جلال اباد ښار په هره برخه كې بايد د هېواد ملي بيرغ ولګول شي.
حيات وويل، د غازي امان الله خان مزار بايد په ځانګړي ډول ډيزاين شي.
د نوموړي په خبره، هڅه يې دا ده، چې د هېواد د خپلواكۍ ورځ په ځانګړو مراسمو ونمانځي، خو له ټولو ننګرهاريانو په ځانګړي ډول له ښاريانو يې غوښتنه وکړه، چې د دې ورځې د نمانځلو لپاره ورسره پوره مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA