ads

كابل راتلونكې اونۍ د فلسطين د فوټبال لوبډلې كوربه توب كوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په كابل ښار كې د فوټبال فدراسيون په زرغون لوبغالي كې د فلسطينۍ لوبډلې كوربه توب كوي.
دا دوستانه لوبه د روانې زمري مياشتې په ۲۸مه نېټه د افغانستان د خپلواكۍ ورځې په وياړ ترسره كېږي او فلسطيني لوبغاړي د راتلونكې جمعې په ورځ كابل ته راځي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 زمری 1397

اډم نجم افغاني الاصله امريكايي لوبغاړى، چې د متحدو ايالتونو په فوټبال ليګونو كې لوبېږي، ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په تركيب كې د فلسطينۍ لوبډلې په وړاندې لوبه وكړي.
په همدې حال كې د افغانستان د فوټبال فدراسيون چارواكي وايي، دا چې ياده لوبه د فوټبال د نړيوال فدراسيون فيفا په رسمي ورځو كې نه ترسره كېږي، نو حسن امين، زبير اميري، اباسين علي خېل، فرشاد نور، نور حسين، فريد سادات، مازيار كوهيار او جبار شِرزه به له ځانه سره ونه لري.
همدارنګه به مصطفى ازادزوى، ډېويډ نجم او شريف محمد د مصدوميت له كبله ونه شي لوبېدلى.
د افغانستان او فسلطين د فوټبال ملي لوبډلې تراوسه درې ځلې سره مخامخ شوي، خو افغانستان يو وار هم لوبه نه ده ګټلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA