ads

د پلچرخي زندان د بنديانو اعتصاب دوام لري

د كورنيو چارو وزارت وايي، د پلچرخي زندان د بنديانو ځينې غوښتنې، چې د نه خوړو اعتصاب يې كړى، غيرې قانوني او يو شمېر يې قانوني دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 زمری 1397
د پلچرخي زندان د بنديانو اعتصاب دوام لري

د كورنيو چارو وزارت وايي، د پلچرخي زندان د بنديانو ځينې غوښتنې، چې د نه خوړو اعتصاب يې كړى، غيرې قانوني او يو شمېر يې قانوني دي.
د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي نن كليد ته وويل، ځينو بنديانو خپل اعتصاب پاى ته رسولى او هڅې روانې دي، چې نور بنديان هم له اعتصابه لاس واخلي.
نوموړي زياته كړه، د اعتصاب كوونكو زندانيانو روغتيايي حالت ښه دى او روغتيايي تدابير ورته نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پلچرخي زندان ګڼ شمېر بنديانو له شاوخوا يوې اونۍ راهيسې د نه خوړو اعتصاب پيل كړى دى.
د كورنيو چارو وزارت د محبسونو او توقيف خونو عمومي اداره وايي، په بند د اعدام حكم بدلول او د بښنې له فرمانونو برخمن كېدل د زندانيانو له غوښتنو څخه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA